انصار (د تله ۶ مه)، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې هلته د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ترویزم نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې ایران او پاکستان باید له افغان کډوالو سره د نړیوالو کنوانسیونو مطابق چلند وکړي.
هغه دغه راز د طالبان حکومت په اړه د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې د نړیوالو قوتونو د خوشالولو لپاره پر افغانستان تورونه لګول د حل لار نه ده او ګاونډي هېوادونه باید له دې کړنې لاس واخلي.
ستانکزي په خپلو خبرو کې له ګاونډیو هېواودنو څخه غوښتي چې خپل کورني مسایل پخپله حل کړي او بل ته د ملامتیا ګوته ونه نیسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا هم په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي او له نورو هېوادونو هم همدا تمه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو وار بیا د پاکستان حکومت د ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو نیول او ځورول زیات کړي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27300